فرانسه: روسیه دي په سوریه کې مرستو رسولو ته زمینه برابره کړي

د فرانسې ولسمشر له خپل روسي سیال نه غوښتي دي چې د سوريې پر رژیم له خپل نفوذ څخه په استفادې په دې هېواد کې د بشري مرستو د رسولو د زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي.

امانویل مکرون او ولادمیر پوتین پرون له یو بل سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د مکرون دفتر ویلي، نوموړي له روسي مشر سره په دې په تماس کې وویل چې په سوریه او په ځانګړي ډول د دې هېواد په غوطه جګړه ځپلې ښار کې بشري مرستو ته باید په عاجله توګه خلک لاسرسی پیدا کړي.

فرانسه وايي، د سوريې د دې ښار اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

که څه هم روسيې،ایران او ترکيې په سوریه کې له جګړې څخه په پاکو څلورو سیمې رامنځته کولو موافقه کړې ده خو دې سیمو ته لا هم د بشري مرستو رسولو مخته خنډونه موجود دي.