د زابل امنیتي چارواکي د دغه ولایت د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې د ۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د زابل د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر غلام جېلاني فراهي نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې بېګا د ارغنداب ولسوالۍ په باغ بازار سیمه کې په نښته کې ۵ وسله وال طالبان زخمیان شوي هم دي او د هغوی څه اندازه وسلې هم په لاس ورغلې دي.
د وسله والو طالبانو له لورې لا څه نه دي ویل شوي.