څارنوالان: عسکر برګډال به ډېر ژر په خپل حق کې د محکمې حکم واوري

څارنوالان وايي، د امریکا د پوځ ضابط بو برګډال چې پنځه کاله په افغانستان کې له وسله والوسره برمته و، ښايي ډېر ژر په خپل حق کې د محکمې وروستۍ حکم واوري.

برګډال د پکتیکا د یحی خېلو سیمې ته نېږدې، د خپلو ملګرو له خبرتیا پرته له خپلې پوستې وتلی و او وسله والو طالبانو ته په لاس ورغلی و.

هغه په۲۰۱۴ میلادي کال کې په ګوانتنامو کې د طالبانو له پنځو بندیانو سره تبادله شو.

بو برګډال له دې امله چې د خپلو قوماندانانو له خبرتیا پرته او په خپل سره له خپلې پوستې وتلی و او د نورو امریکايي عسکرو ژوند ته یې ګواښ پېښ کړی و، محاکمه کېږي.

د اسوشېټېډ پرېس په حواله، پوځي څارنوال جیفري نانس ویلي چې د برګډال د محاکمې بهیر به نن جمعه د امریکا په وخت سهار پېل شي.

هغه نه دي ویلي چې د محکمې حکم به دقیقاً څه وخت اعلان شي.