په لوګر کې د برکي برک ولسوالۍ د سړک د بیارغولو چارې پیل شوې

په لوګر کې د برکي برک ولسوالۍ سړک چې لوګر او د کابل- کندهار لویه لار سره نښلوي، د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت يې د بیارغونې د اساسي ترمیم چارې پیل شوې.

د لوګر د ټولګټو چارو ریاست مسؤلین وايي چې د دې لارې په اوږدو کې به د سړک یو شمېر ساتندویه دیوالونه، لختي، ویالې او پلچکونه هم په اساسي ډول ورغول شي.

نن د جمعې په ورځ د لوګر د ټولګټو چارو رئيس عبدالولي رئيسي د ازاديو راډيو مشال څانګې ته وویل، د یاد سړک د رغونې چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

ښاغلي رئيسي د برکي برک ولسوالۍ سړک په دې مهم وباله چې لوګر ته د کندهار له سړکه پر دې رابېلې شوې لارې ډېری باردار موټر پکتیا او خوست ته هم تګ راتګ کوي.

یاده دې وي چې د تېرې جمعې په ورځ هم د کابل- لوګر له عمومي سړکه تر حصارک کلي پورې د څه باندې ۱۱ کیلومتره سړک د اساسي جوړېدو کار د ۹۷ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوی و.