حیات: د هغو نشه يې توکو په اړه څېړنه کېږي چې تر نیول کېدو وروسته ورک دي

د هلمند والي وايي چې د هغو نشه يې توکو په اړه څېړنه کوي چې تر نیول کېدو وروسته ورک شوي دي.

ویل کېږي چې د هلمند په دوو جلا جلا پېښو کي لسګونه کیلو ګرامه وچ تریاک او نور نشه يې توکي تر نیولو وروسته، پولیسو په خپل منځ کې سره وېشلي دي.

د هلمند والي حیات الله حیات مني چې په ګرشک ولسوالۍ کې سلګونه کیلوګرامه وچ تریاک او یوه اندازه نشه يي توکي نیول شوي، خو دا چېڅنګه ورک شوي او یاپولیسو په خپل منځ کې سره وېشلي، سیمې ته يې په اړه يو هيئت استولی او په دې اړه پلټنې روانې دي.

حیات الله حیات ازادي راډیو ته وویل، د ګرشک په ماجر بازار سیمه کې، د قاچاق وړونکو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې دواړو غاړو ته تلفات هم اوښي دي.

د هلمند والي حیات الله حیات

ښاغلي حیات زیاته کړه:

"ځیني امنیتي مسؤلین پر خپل سر د قاچاقو د مخنیوي لپاره وتلي، د دوی تر منځ نښته را منځ ته شوې، څو کسان وژل شوي او ځیني یې د قاچاق وړونکو او یا طالبانو له خوا نیول شوي، موږ د دې لپاره ځانګړی هیئت ټاکلی، هغوی موضوع څېړي او هر هغه چا چې دا کار کړی، که یې مخدره مواد لاسته راوړي او د شخصي ګټو لپاره یې کارولي وي او یا چې دوی دا کار پر خپل سر کړی، خپله جزا به وویني."

ویل کېږي چې تېره اوونۍ د ګرشک ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ماجر بازار په سیمه کې امنیتي ځواکونو ته له وړاندې د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، قاچاقبرو ته کمین نیول شوی، د دواړو غاړو ترمنځ نښته کې پولیسو او قاچاق وړونکو ته تلفات اوښتي او د ۳۰۰۰ لکه پاکستانیو کالدارو په شمول، ۷ کرولا لوکسل موټرونه چې نشه يي توکي او وچ تریاک په کې بار وو، د امنیتي ځواکونو په لاس ورغلي، خو دا نشه يي توکي د دې پر ځای چې د امنیه قوماندانۍ اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې امریت ګودام ته تسلیم شي، د ګډو ځواکونو دمسؤلینو تر منځ وېشل شوي دي.

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي د دې موضوع په اړه ازاد‌ي راډیو ته وویل، دوی هم په دې اړه څه خبرې اورېدلي، خو ښکاره ثبوت نه لري.

هغه زیاته کړه چې تحقیقات روان دي او که چېرې پولیس په دې موضوع کې لاس ولري، نود قانون منګلو ته به وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه داسې فکر کوم چې ډېر مسائل ثابت شوي نه دي، ځکه چې د یو جرم د اثبات لپاره شواهدو، اسنادو او مدارکو ته اړتیا ده، موږ ټولې پېښې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوو، کله چې دا درې شرطه وجود ولري، ځینو ته جزاء ورکول کېږي او ځینې داسې پېښې شته چې یوازې د یو بل د بدنامولو لپاره استعمالېږي."

هلمند د افغانستان او نړۍ په سطحه د نشه يي توکو په کښت، تولید او قاچاق کي نوم لري.

د ولایتي شورا مرستیال مجید اخندزاده او د دې شورا منشي عطاالله افغان وايي چې که افغان امنيتي ځواکونه د امنیت ساتلو پر ځای، ټول پام د نشه يي توکو کاروبار او قاچاق وړونکو ته واړوي، نو ښې پایلې به و نه لري.

دوی وایي:

"د هلمند د نا امنۍ یو عامل قاچاق دی او خپله امنيتي ځواکونه په قاچاقو کې ښکېل دي، نشه يي مواد نیول کېږي او هغه په عام محضر کې نه سوځول کېږي او نه هم د نشه يي موادو په ریاست کې ثبتېږي، افغان امنیتي ځواکونو ته چې کومه وظیفه سپارل شوې، دوی هغې وظیفې ته وفادار نه دي پاتې شوي."

"په داسې مسائلو خبر یوو چې مخدره مواد یې نیولي، اړوندو ادارو ته یې نه دي سپارلي، پر لاره حیف او میل شوي دي."

د هلمند ولایتي شورا وايي چې په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو، په تېره بيا په پولیسو کې ځیني خلک د دې لپاره په کار ګمارل کېږي چې زیاته توجه د نشه يي توکو نیولو ته وکړي او بیا نیول شوي مواد له خپلو مشرانو سره تقسیم کړي. دوی د چا نوم یاد نه کړ، خو دا مسئله يې د اندېښنې وړ وبلله.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان ځواکونه، په تېره بيا پولیس نشه يي توکي نیسي او بیا يې په خپل منځ کې سره وېشي، بلکې دوه کاله وړاندې د امنیه قوماندانۍ اړوند د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې د امریت منسوبینو په غلا، په شخصي جامو کې د قاچاق وړونکو په نیولو پسې د هلمند د ګرمسېر او کندهار د میوند ولسوالۍ اړوند ریګي سیمو ته تللي وو چې د بهرنیو ځواکونو له خوا تر هوايي برید لاندې راغلل او ۲۱ کسان يې ووژل شول.

راپور: محمد الياس داعي