له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت په پروان کې ۴ پروژې پرانېستي

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت په پروان ولایت کې، د ۳۳ میلیونو افغانیو په ارزښت، څلور پرمختیايي پروژې پرانېستې دي.

د پروان ولایت ویاندې وحیدې شهکار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ۲۰ میلیونو افغانيو په ارزښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړول، د ۱۱ میلیونو او څلور لکه افغانیو په ارزښت له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې ته د ودانۍ جوړول او د ۲۴ لکه افغانیو په ارزښت د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په خاطر د چرګانو ۸۰ فارمونه د بدیل معیشت له بودجې څخه تموېلېږي.

د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، پروان له نشه يي موادو څخه پاک شوی او په راتلونکي کې به په دې ولايت کې، دې ته ورته نورې پرمختیايي پروژې هم پلې شي.