د سوريې پوځ او متحدو ځواکونو یې د اسلامي دولت له وسله والې ډلې څخه د سوریې په ختیځ کې لوی او ډېر مهم ښار دیرالزور په بشپړه توګه نیولی.
دا خبره د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې کړې ده.
د څارنې دا ډله وايي، د سوریې حکومتي ځواکونه اوس هم د دې ښار په څنډو کې، د هغو سیمو په تصفیې بوخت دي چې لا هم په ښار کې د پاتې داعش وسله والو په لاس کې دي.
د سوریې پوځ د دې ښار د نیولو لپاره د روسیې د هوايي ملاتړ سره د سپټمبر په میاشت کې عملیات پیل کړي وو.
له دوی سره په دې عملیاتو کې، د ایران ملاتړ لرونکو ملېشو او د لبنان د حزب الله شیعه ملېشو هم برخه درلوده.
د داعش سخت دریځو د ۲۰۱۴ میلادي کال راهېسې، د دې ښار پر ډېرو برخو کنټرول درلود.
د دې ښار یوازې یوه وړه برخه کې د سوریې پوځ او ۹۳ زره ولسي خلک د تېرو درېیو کلونو راهېسې ایسار وو.
دیرالزور د فرات د سیند پر غاړه پروت دی او د سوریې د تېلو د تولید د مهم ولایت مرکز دی.
رسنۍ وايي چې دې ښار داعش ډلې ته هم ستراتیژیک اهمیت درلود، نه یوازې د تېلو له درکه، بلکې د عراق پولې ته نېږدې پروت دی او هلته هم ځینې سیمې د داعش په ولکه کې دي.