ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون پنجشنبه یو ځل بیا په نیویارک کې په وروستي ترورېستي برید د تورن د اعدام غوښتنه وکړه.
۲۹ کلن سیف الله سایپوف چې له ازبکستان څخه متحدایالاتو ته د کډوال په توګه تللی و، تورن دی چې ۸ تنه بايسکل ځغلوونکي یې د نیویارک ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې د پیک اپ موټر په وسیله په برید کې وژلي دي.
ولسمشر ټرمپ پر ټوېټرپاڼه په یوه پیغام کې که څه هم ګوانتانامو زندان ته د سایپوف د استولو له غوښتنې په شا شو او ویې لیکل چې د ګوانتانامو پوځي زندان ته د نوموړي د استولو جریان ښايي ډېر وخت ونیسي.
ټرمپ وروسته په یو بل پیغام کې ولیکل، ښايي مناسبه لاره دا وي چې سایپوف ژرترژره اعدام شي.