د اذربایجان خپلواک خبري اژانس توران وايي، څارنوالانو پر دې اژانس او پر مشر یې ټول لګول شوي تورونه فسخه کړي دي.
توران وايي، د لوی څارنوال دفتر پرون پنجشنبه د دې اژانس مشر مهمان علییف ته خبر ورکړ چې دا اژانس خپل بشپړ فعالیتونه بیا پیلولای شي.
د خبر له مخې، علییف ته هم ویل شوي دي چې د ده پر تګ راتګ لګول شوي ټول محدودیتونه هم رفع شوي دي.
علییف فرانسپرس خبري اژانس ته وویل، د هغه فشار په نتیجه کې چې د بشري حقونو مدافع ډلو، متحدایالاتو او اروپايي ټولنې د اذربایجان پر حکومت راوست، باالاخره منطق غالب شو.
د توران خبري اژانس ډېره برخه فعالیت په سپټمبر میاشت کې وروسته له هغه وځنډېد چې علییف د اګست په ۲۴ مه له مالیې د تېښتې او له قدرت څخه د ناوړه استفادې په تور په پلازمېنه باکو کې ونیول شو، خو توران خبري اژانس، لوېدیځو رسنیو او د بشري حقونو مدافع ډلو ته ویل چې دا تورونه سیاسي عوامل لري.