روسیې په سوریه کې د "م.م" د څېړونکو په اړه د امریکا غوښتنه رد کړه

روسیې د متحدوایالاتو هغه غوښتنه رد کړې ده چې وايي، مسکو دې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کاروونکو د معلومولو لپاره د ملګروملتونو د تحقیقاتي ډلې د صلاحیتونو د تمدید د هڅو په وړاندې د خنډونو له جوړولو لاس واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف دا غوښتنه رد کړه.

ریابکوف د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر رکس ټېلرسن سره په ټيليفوني خبرو کې وویل چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه د تحقیقاتي ډلې کار باید سیاسي نشي.

د ګډو تحقیقاتو د میکانیزم JIM په نوم د ملګروملتونو او د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د ادارې له استازو د جوړې کمېټې د کار موده د نوامبر په ۱۷ مه پای ته رسېږي.

د ۲۰۱۸ کال تر نوامبر پورې د دې کمېټې د کار د تمدید لپاره د متحدایالاتو په مشرۍ هڅې روانې دي، خو روسیې تېره اوونۍ په امنیت شورا کې دا طرحه ویټو کړه.

د ملګروملتونو د مفتشانو د ډلې د تېرې اوونۍ اعلان چې ویې ویل، د سوریې حکومت په اپریل میاشت کې په خان شیخون ښار کې سارین کیمیاوي ګاز کارولی دی، د روسیې غوسه وپاروله.

په دې حمله کې چې سوریې او روسیې دواړو لاس لرل پکې رد کړي، لسګونه ملکي خلک ووژل شول.