پاکستان: افغانستان او امریکا دې پر ډیورند کرښه څارنه زیاته کړي

پاکستان پرون پنجشنبه پر افغانستان او امریکا غږ وکړ چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ترورېستي ډلو پر تګ راتګ څارنه زیاته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل خبریالانو ته وویل چې پاکستان له خپلې خوا اقدامات کړي او افغانستان او امریکا هم باید ورته اقدامات وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"پاکستان لادمخه د خپلو سرحدونو د امنیت لپاره د سرحدي موانعو او په خپله خوا کې د اضافي پوستو د جوړولو په ګډون ځیني ګامونه اخېستي، تمه لرو چې د افغانستان خوا ته د سرحدونو د امنیت لپاره به هم د افغان او امریکايي چارواکو له خوا اقدام وشي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې پر اړتیا ټینګار وکړ او د دې کار لپاره یې څلور اړخیزې غونډې مهمې وبللې.

خو په ملګروملتونو کې د افغانستان دایمي استازي او سفیر محمود صیقل د ازادي راډیو له مشعل څانګې سره په وروستۍ مرکه کې وویل چې پاکستان د څلوراړخیزو غونډو د موافقې له مخې، خپله هغه ژمنه نه ده عملي کړې چې وسله وال طالبان یا باید د سولې خبرو ته حاضر کړي او یا یې وځپي.