په هلمند کې څه باندې ۱۶ زره کيلوګرامه مخدره مواد وسوځول شول

په هلمند ولايت کې پرون پنجشنبه څه باندې ۱۶ زره کيلوګرامه مخدره مواد وسوځول شول.

د هلمند والي حیات الله حیات خبریالانو ته وویل چې په سوځول شویو مخدره موادو کې جامد او مایع تریاک، هیرویین، کرستال، پاخه او خام چرس، د نشه يي توکو د تولید کیمیاوي مواد او ګڼ نور ډولونه شامل دي.

ښاغلي حیات زیاته کړه چې دا مخدره مواد د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۴ لمریز کلونو ترمنځ د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وو.

د حیات په وینا، په دې عملیاتو کې ۲۰۷ قاچاقبران هم نیول شوي چې۱۳۰ تنه یې د مرکز او نور د هلمند ولایت استیناف څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د افغانستان د کوکنارو تر ټولو زیاتې کروندې په هلمند کې دي او ویل کېږي چې دا ولایت د مخدره موادو په تولید او قاچاق کې هم د نورو ولایتونو په سر کې دی.