د بامیانو ولایت په مرکز کې د کلیوالي صنایعو یو نندارتون پرانیستل شو.
په دغه نندارتون کې د بامیانو ولایت د مرکزاو ولسوالیو په سلګونو ښځو د دوی لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي دي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رئيس علي رضاء حسن زاده په سیمه کې ازادي راډیو ته ویلي، دغه نندارتون به درې ورځې د خلکو پرمخ خلاص وي.
د دغه نندارتون په څه باندې څلوېښتو غرفو کې، په لاس اوبدل شوي، لیمسي، ټغرونه، د ستکولونه، بیکونه، واسکټونه، د نارینه او ښځو کالي، ډول ډول لبنیات، مربا، اچار او داسې نور نندارې ته اېښودل شوي دي.
د بامیانو د کلیوالي صنایعو دغه نندارتون د یاد ولایت د بازارچه ء زنان په سیمه کې جوړشوی دی.
بازارچه زنان بامیان د دغه ولایت په مرکز کې هغه بازار دی چې د بازار ټولې هټۍ والې یې ښځې دي.