نواز شریف پر ځان د لګېدلو تورونو په اړه ځواب وايي

د پاکستان له قدرته لیرې شوی صدراعظم نواز شریف نن بېرته وطن ته ستون شو چې په محکمه کې د فساد د هغو تورونو په اړه ځواب ووایي چې پر ده او کورنۍ یې لګول شوي دي.

شریف به چې له خپلې مېرمنې سره په لندن کې و چېرې چې د هغې د سرطان معالجه کېږي، نن هغې محکمې ته ورشي چې په لندن کې د هغه د کورنۍ له‌خوا د جایدادونو او ملکیتونو د لرلو په تړاو تورونو ته رسیدګي کوي.

د مجرم پېژندو په صورت کې کېدای شي نواز شریف په زندان محکوم شي.

د نواز شریف متحدینو دا یوه سیاسي ډرامه بللې او تر شا یې د پاکستان ځواکمن پوځ په لاس لرلو تورن کړی دی.

نواز شریف مخکې له دې چې بېرته پاکستان ته ستون شي په لندن کې په یوه مرکه کې پر ځان لګول شوي تورونه رد کړل.