پوتین په ښکاره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون ملاتړ وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له تهران څخه د یوې ورځنۍ رسمي کتنې په ترڅ کې په ښکاره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون ملاتړ وکړ.

هغه همداراز د سوریې د جګړې په اړه له ایران سره همکاري وستایله.

پوتین د ایران او اذربایجان له ولسمشرانو حسن روحاني او الهام علي‌اف سره په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره پرون تهران ته تللی و.

دغه غونډه تر ډېره د کسپین د سمندرګي د دغو درې هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورتي، سوداګرۍ او د انرژۍ د اړیکو د پیاوړي کېدو او په دې برخو کې د همکارۍ په پراخېدو څرخېده.

پوتین له خپلو ایراني او اذربایجاني سیالانو سره له خبرو وروسته پرون په تهران کې په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل:

"روسیه، ایران او اذربایجان د هایدرو کاربن ستر تولیدونکي دي. دا په دې معنی نه‌ده چې موږ یو د بل رقیبان یو، بلکې دا معنی لري چې موږ دې ته اړتیا لرو چې خپلې هڅې همغږې کړو."

خو د دې ترڅنګ د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د دې هېواد له مذهبي مشر ایات‌الله علي خامنه‌اي سره د پوتین په کتنو کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون او په سوریه کې د کورنۍ جګړې په اړه هم ډېرې خبرې وشوې.

روسیه د دغه اټمي تړون چې له مخې یې د ایران له‌خوا د اټمي پروګرام د محدودولو په بدل کې پر تهران لګول شوي بندیزونه نرم شوي، یوه لاسلیک کوونکې ده.

خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې ډډه کړې چې دا تائید کړي چې تهران د دغه تړون مطابق عمل کړی دی.

د ایران د مذهبي مشر د دفتر له‌خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې پوتین خامنه‌اي ته وویل چې مسکو په دغه تړون کې د هر یو اړخیز بدلون مخالف دی.

د سوريې په اړه پوتین د ایران همکاري وستایله او هغه‌یې ډېره ګټوره وبلله او ویې‌ویل چې مسکو او تهران توانېدلي چې د سوریې په اړه خپل دریځونه هماهنګ کړي.