د بلخ په خُلم ولسوالۍ کې نن په چاودنه کې یو تن وژل شوی او نهه تنه زخمیان شوي دي.
د خُلم ولسوالۍ د مرکزي روغتون مشر، ډاکتر فریدون نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې په زخمیانو کې د ښوونځي څلور زدهکوونکې دي او د دوو روغتیايي وضعیت نازک دی.
اسوشیټېد پرېس اژانس خبر ورکړی چې حمله انتحاري وه او هدفیې د پولیسو د یوه سیمهییز مشر نبي قيچي موټر و.
د بلخ د پولیسو مشر جنرال عبدالرزاق قادري اسوشیټېډ ېرس ته ویلي چې د خُلم د پولیسو د مشر نبي قيچي هم په حمله کې زخمي شوی، خو ډېر نهدی خوږ شوی.
د خُلم ولسوال سید ابرار اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې چاودنه ډېره زوروره وه او د نږدې ښوونځي هیندارې یې ماتې کړې دي.
د حملې مسئولیت چا نهدی اخیستی.