د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن تهران ته ورسېد.
د ایران دولتي ټلوېزیون نن وویل چې پوتین به له ولسمشر حسن روحاني او له ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي سره په سوریه کې پر روان کړکېچ، د انرژۍ په اړه د تهران او د مسکو د همکارۍ پر پراختیا او له نړیوالو سره د ایران د اټمي موافقې په اړه خبرې وکړي.
پوتین به نن په تهران کې د ایران او اذربایجان له ولسمشرانو سره په درې اړخیزه غونډه کې هم برخه واخلي.
د ایران مطبوعاتو نن وویل چې د اذربایجان ولسمشر الهام علیاف هم ور رسېدلی دی.
د کرملېن ویاند دمېتري پېسکوف پرون خبریالانو ته وویل چې د سوریې مسئله به د ایران او روسیې د مشرانو ترمنځ په خبرو کې یاده شي، خو نور جزئیاتيې ورنهکړل.
روسیه او ایران په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي، خو د امریکا متحده ایالات او ترکیه د بشار د رژیم د مخالفو ډلو شاته ولاړ دي.