د یمن په شمالي ولایت صعده کې، د سعودي عربستان په مشرتابه د ائتلافي ځواکونو هوايي حمله کې ۲۶ تنه وژل شوي دي.
حمله پر یوه هوټل او له هغه سره پر تړلي مارکېټ شوې ده.
د یمن شمالي ولایت صعده له سعودي عربستان سره پولې ته نږدې پروت دی.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف په یمن کې د حوثي ملېشو پر پناه ځایونو زرګونه هوايي حملې کړې دي.
حوثي ملېشه د یمن په شمالي ولایت صعده کې ځای پر ځای او د هغه هېواد زیاتې برخې يې تر لاس لاندې دي.