په کونړ کې یوه ۴۵ کسیزه وسله‌واله ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه

ځایي چارواکي وایي چې په کونړ کې یوه ۴۵ کسیزه وسله‌واله ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي د سولې له پروسې سره د یوځای شویو کسانو په اړه ازادي راډیو ته وویل چې د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې قوماندان سمیع‌الله چې په ملنګیار مشهور و، د خپلو ۴۵ ملګرو سره یوځای یې خپله وسله پر ځمکه کېښوده او د سولې له بهیر سره یوځای شو.

هغه له نورو وسله‌والو مخالفینو هم وغوښتل چې له مخالفته لاس واخلي او له خپلو کورنیو سره خوشحاله ژوند تېر کړي.

د یادې وسله‌والې ډلې مشر سمیع‌الله ملنګیار ازادي راډیو ته وویل اوس په دې پوه شو چې جګړه پردۍ او یوازې د افغان وژنې او د افغانستان د ورانولو لپاره پیل شوی جنګ دی، نو ځکه‌يې له ملګرو سره یوځای له جګړې او ورور وژنې لاس واخیست.

ملنګیار او ملګري یې له نورو وسله‌والو مخالفینو هم غواړي چې نور باید د پردیو د ګټو لپاره جګړې ته دوام ورنه‌کړي.

په کونړ کې د سولې شورا مسؤلین وایي چې په دغه ولایت کې له تېرو څو کالو راهيسي د دولت نږدې ۷۰۰ وسله‌والو مخالفینو له جګړې لاس اخيستی او د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.

د یادې ډلې په اړه تر اوسه وسله‌والو طالبانو څه نه‌دي ویلي.