د سوريې ملي ائتلاف چې د بشار الاسد د رژیم پر ضد په مبارزه کې عمده سیاسي اپوزېسیون دی او غربیې ملاتړ کوي نن وویل چې د روسیې په بلنه، د سوريې د رژیم او مخالفو ډلو په غونډه کې ګډون نهکوي.
د سوريې ملي ائتلاف ویلي چې د روسیې په بلنه غونډه د جنوا د سولې خبرو ته چې ملګري ملتونهیې ملاتړ کوي، خنډ پېښوي.
ترکیې او ایران پرون د روسیې دا پلان چې غواړي د سوريې د حکومت او مخالفو ډلو ترمنځ د خبرو کوربهتوب وکړي، تائيد کړ.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سوريې د حکومت استازو او د اپوزېسیون ۳۳ ډلو تهيې چې اول وار به کُردان هم پهکې وي په سوچي کې په خبرو کې چې د "په سوریه کې د ملي ډیالوګ کنګره" عنوانيې ورکړی د ګډون بلنه ورکړې ده.
خو د سوريې د ملي ائتلاف ویاند احمد رمضان نن روېټرز خبري اژانس ته وویل چې ائتلاف له جنوا بهر او د ملګرو ملتونو له ملاتړه پرته په خبرو کې ګډون نهکوي.