ټرمپ امریکا ته له ورتلونکو مهاجرینو د څېړنو د بهیر د لاسختولو امر وکړ

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ امریکا ته له ورتلونکو مهاجرینو د پوښتنو او څېړنو د بهیر د لا سختولو امر وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تر هغه وروسته چې په نیویارک ښار کې پولیسو د ازبکستان یو مشکوک وګړی د پرونۍ حملې په تړاو ونیو، دا امر کړی دی.

په نیویارک کې پرون اته تنه، د پولیسو په وینا په ترورېستي حمله کې ووژل شول.

په نیویارک ښار کې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې تر ترورېستي حملې وروسته، دا اول وار دی چې دومره زیات خلک په یوه حمله کې وژل شوي دي.

د نیویارک په حمله کې لکه څرنګه چې په لوېدیځه اروپا کې لیدل شوي، له موټره کار اخیستل شوی وو.

ډونالد ټرمپ تر حملې وروسته پر ټویټر ولیکل:

"ما د کورني امنیت ادارې ته همدا اوس امر وکړ چې د مهاجرینو د څارنې پروګرام لا سخت کړي. د سیاسي تناسب ساتل ښه کار دی، خو په دې مسئله کې نه!"