د شیرخان بندر د تصدۍ ریاست: یو شمېر سوداګر د خدمتونو پیسې نه‌راکوي

د شیرخان بندر د تصدۍ ریاست چارواکي وايي چې په دې بندر کې یو شمېر سوداګر له ډېرې مودې راهیسې د دې ادارې د خدمتونو د وړاندې کولو پیسې نه‌ورکوي.

د کندز د شیرخان بندر د تصدۍ ریاست سرپرست عبدالرؤف ناصري وايي، یو شمېر سوداګر له زور څخه کار اخلي او په غیر قانوني ډول خپل سوداګریز مالونه په خپلو شخصي ګدامونو کې تخلیه کوي چې له کبله‌یې د تصدۍ اداره‌یې د عوایدو له کمښت سره مخ کړې.

په ورته وخت کې د شیرخان بندر د کارګرانو د ټولنې مشر سیدشاه هم ادعا کوي چې یو شمېر سوداګر له ډېرې مودې راهیسې د تصدۍ ادارې د کارګرانو د بار د انتقالولو او ځای پر ځای کولو له اړخه پیسې نه‌ورکوي.

بل‌خوا یو شمېر سوداګر بیا وايي چې د تصدۍ اداره دوی ته‌یې هېڅ ډول خدمتونه نه‌دي وړاندې کړي او په غیر قانوني توګه له سوداګرو څخه پیسې غواړي.