د خوست په ګلان کمپ کې وزیرستاني کډوال د ژمنیو توکو مرستې غواړي

د خوست په ګلان کمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال د ځايي چارواکو او نړیوالو مرستندویو ادارو غوښتنه کوي چې دوی سره دې د ژمنیو توکو مرستې وشي.

د کډوالو مشران زیاتوي، د خوراکي توکو هغه میاشتنۍ مرستې چې دوی سره کېږي، لږې دي او د دوی اړتیاوې نه‌شي پوره کولای.

د خوست والي حکم خان حبیبي چې د ولایتي ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ ګلان کمپ ته ورغلی و، په خپلو خبرو کې یې ومنله چې وزیرستاني بې‌ځایه شویو کورنیو سره د «UNHCR» او نورو مرستندویه ادارو له‌خوا د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې لږې دي، خو لامل‌يې دا وباله چې په دې وروستیو کې په نړیواله کچه د مهاجرتونو ستونزو، له دوی سره هم پر مرستو اغېز کړی دی.

ګلان کمپ ته په ورغلي پلاوي کې د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزارت معین محمد یعقوب احمدزی هم وایي، که دغه کډوال غواړي چې له اووم ټولګي پورته ځوانان‌يې په کابل کې د خوشال بابا، رحمن بابا او پیر محمد کاکړ په قبایلي لېسو کې زده‌کړې وکړي، یاد وزارت ورته د لیلیې په ګډون د ژوندانه ټولې اسانتیاوې برابروي او هر څومره ځوانان چې وغواړي چې هلته زده‌کړې وکړي، په یادو لېسو کې به‌يې جذب کړي.