د نیویارک ښاروال وايي، د یوه موټر په واسطه پرون سې شنبه دغلته د شوې حملې له امله ۸ کسان وژل شوي دي.
دا کسان هغه مهال ووژل شول، کله چې یوه کس د نیویارک په مانهاتن سیمه کې خپل پیک اپ موټر پر بایسکل سپرو تېر کړ.
پولیس وايې چې پولیسو دا پېښه ترورېستي عمل بللی او وايي چې برید کوونکي يې چې یو ۲۹ کلن ازبک وګړی دی، له ټپي کولو وروسته نیولی دی.
پولیس وايي چې برید کوونکی چې سیفالله حبیبالله وویچ سایپوف نومېږي، په ۲۰۱۰ میلادي کال کې متحده ایالاتو ته راغلی دی.
په دې برید کې ۱۱ تنه نور سخت ټپیان شوي دي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د نیویارک د برید په اړه په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي چې امنیتي او د قانون نافذولو ادارې دا موضوع تعقیبوي.
د نیویارک والي ویلي چې برید کوونکی یوازې و او داسې نهښکاري چې دا برید دې د یوې لويې ترورېستي دسیسې برخه وي.