خامنه‌اي د ایران پر توغندیو د ۲ زره کېلو متره واټن محدودیت لګولی

د ایران دوه لوړپوړي پوځي قوماندانان وايي چې د دې هېواد ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي، د دې هېواد د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د ۲ زره کېلو متره واټن محدودیت لګولی دی.

دا لومړی ځل دی چې د ایران لوړپوړي پوځي چارواکي د خامنه‌اي له‌خوا چې د ایران د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقوماندان هم دی، د توغندیو د ویشتل کېدونکي واټن د محدودیت یادونه کوي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان محمد علي جعفري د سې شنبې په ورځ په تهران کې خبریالانو ته وویل:

"زموږ د توغندیو اوسنی واټن هماسې چې ستر مشر ویلي ۲ زره کېلو مترو پورې محدود دی، سره د دې چې موږ د دې واټن د زیاتولو وړتیا لرو، زموږ په باور دا واټن د ایران لپاره کافی دی، ځکه امریکايي ځواکونه او په سیمه کې د امریکا ګټې په همدې واټن کې دي."

په عین حال کې د ایران دولتي خبري اژانس فارس د ایران د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز جنرال محمد حسین باقري له خولې ویلي:

"د ایران لیرې واټن ویشتونکي توغندي د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سر قوماندان خامنه‌اي په سپارښتنه تر ۲ زره کېلو متره واټن پورې محدود دي."

د دې دواړو ایراني پوځي چارواکو له خبرو دا نه‌ده څرګنده چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي کله د دې هېواد پر بالستیک توغندیو د واټن دا محدودیت لګولی دی.