د بخښنې نړیوال سازمان په کابل کې د سې شنبې د ورځې ځانوژونکی برید غندلی او له افغان چارواکو یې غوښتي چې د وسلهوالو ډلو له بریدونو څخه د عامو افغانانو د خوندیتوب لپاره دې، په خپل ټول توان هڅه وکړي.
د سې شنبې په ورځ د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې یوه ځانووژنکي برید لږ تر لږه پنځه کسان ووژل، څو نور یې ټپیان کړل.
د اسلامي دولت وسلهوالې ډلې یا داعش د دې برید مسؤلیت منلی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي مسؤل اسماعیل کاووسي د وزیر اکبر خان د پرونۍ چاودنې د مړو او ټپیانو د شمېر په اړه د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل:
"وروستي راپورونه چې موږ یې له کابل امبولانس او روغتونونو څخه لرو، د پنځو کسانو جسدونه روغتونونو ته انتقال شوي، ۲۱ تنه نور ټپیان دي، په شهیدانو کې یوه مېرمن شامله ده او په ټپیانو کې څو تنه مېرمنې دي."
په کابل کې وروستی ځانوژونکی برید په داسې حال کې کېږي چې په دې ښار کې د زنبق څلور لاري کې له خونړۍ چاودنې راوروسته د بهرنیو ډیپلوماتانو د استوګنې په سیمو، په ځانګړې توګه وزیر اکبر خان کې شدید امنیتي تدابیر نیول شوي.
له ارګ څخه یوې خپرې شوې خبرپاڼې د سې شنبې د ورځې برید بشري جنایت بللی او ویلي یې دي چې ولسمشر غني امنیتي چارواکو ته امر کړی څو دې سیمې ته د ځان وژونکي بریدګر د رسېدو د څرنګوالي په اړه څېړنې وکړي.