ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ایران ته په سفر کې د هغه هېواد له مشرانو سره د سوریې د جګړې او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو په باب خبرې وکړي.
ولادیمیرپوتین به سبا چهارشنبې له تهران څخه د کتنې په ترڅ کې، د دې هېواد له ولسمشر حسن روحاني او له مذهبي مشر ایات الله علي خامنه یي سره وګوري.
د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف نن سې شنبه له خبریالانو سره په یوه کنفرانس کې وویل چې د روسیې ایران د دوه اړخیزو خبرو په اجندا کې به له سوریې سره په تړلو مسایلو هم خبرې وشي.
هغه په دې اړه نورجزیات ورنه کړل.
روسیه او ایران د سوریې په شپږ کلنه کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي، خو متحده ایالات او ترکیه د یو شمېر یاغي وسله والو ډلو ترشا درېدلي دي.
پیسکوف وویل، پوتین به دغه راز په تهران کې د روحاني او د اذربایجان د ولسمشر الهام علییف په ګډون، په درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړي.
دا دوهمه دا ډول غونډه ده چې کېږي، لومړنۍ یې د علییف په نوښت تېرکال شوې وه.