عراقي ځواکونو له کردستان سره د پولې د اصلي دروازې کنټرول اخېستی

عراقي ځواکونو د عراق له کردستان سیمې سره د پولې د اصلي دروازې کنټرول په لاس کې اخېستی دی.

دا خبره د ترکیې صدراعظم بن علي یلدریم کړې ده.

هغه نن سې شنبه په انقره کې د خپل واکمن ګوند غړو ته په یوه غونډه کې چې جریان یې د ټلویزیون له لارې خپرېده، وویل چې د ابراهیم الخلیل دروازه د عراق مرکزي حکومت ته سپارل شوې ده.

یلدریم زیاته کړه چې د ټولې پولې کنټرول اوس عراقي او ترکي چارواکي کوي.

د عراق کردستان له هغې وروسته چې د خپلواکۍ لپاره یې ټولپوښتنه ترسره کړې، ورځ تر بلې منزوی کېږي.

له دغې ټولپوښتنې سره د عراق پر مرکزي حکومت سربېره ترکیې، ایران او د کردانو لوېدیځو ملاتړو مخالفت څرګند کړی و.