اروپایي اتحادیې سربیا ته خبرداری ورکړی چې هغه اقدامیې چې په جنګي جرمونو محکوم شوی جنرالیې په پوځي اکاډمۍ کې د استاد په توګه ټاکلی، د دې اتحادیې له اصولو سره چې بلګراد یې غواړي غړی شي، په ټکر کې دی.
متقاعد جنرال ولادیمیر لازارویچ «Vladimir Lazarevic» د ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو د محکمې لهخوا په ۱۴ کاله بند محکوم شوی دی.
دغه محکمه هغو ظلمونو ته رسیدګي کوي چې د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کلونو ترمنځ په کوسوو کې د سرب ځواکونو لهخوا ترسره شوي دي.
نوموړی په ۲۰۱۵ کال کې وروسته له هغې خوشې شوی چې د خپل بند له درېیو دوه برخې یې تېرې کړې وې.
د اروپایي اتحادیې ویاندې مایا کوچیانچیچ «Maja Kocijancic» د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې موږ له سیاسي مشرانو تمه کوو چې د تېرو شخړو د قربانیانو درناوی وکړي او د زړه له خلاصه په لوېدیځ بالکان کې روغې جوړې ته پراختیا ورکړي.
هغه مهال چې بلګراد د اقلیت البانیایي بېلتونپالو په وړاندې په سیمه کې مداخله کړې وه، جنرال لازاریویچ د سربیا د ځواکونو قوماندان و.
په شخړو کې له ۱۰ زرو زیات کسان وژل شوي و.
دغه شخړې د ناټو د ۷۸ ورځو بمباري په نتیجه کې په ۱۹۹۹ کال کې پای ته ورسېدې.