چارواکي: د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې ۱۱پولیس او ۱۸ طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې تېره شپه د نښتو پر مهال ۱۱ پولیس او ۱۸وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د چنارتو ولسوالۍ امنیه قوماندان اختر محمد نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د دغې ولسوالۍ د کمربند پر امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي چې پر مهال‌یې ۴ پولیس او یو شمېر نور وسله‌وال طالبان ټپیان شوي هم دي.

نوموړی وايي، وسله‌والو طالبانو غوښتل چې یادې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو بریالي نه‌شول.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.