نایاب: د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې طالبانو ۲ ملکيان په ډزو وژلي

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې تېره ورځ ناوخته وسله‌والو طالبانو ۲ تنه ملکي کسان په ډزو وژلي او یو بل‌یې ټپي کړی دی.

د والي ویاند دوست محمد نایاب نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته وسله‌والو طالبانو لومړی د دغه ولایت د ګېزاب ولسوالۍ په خلج نومي سیمه کې یو ۱۷ کلن ځوان د نامعلومو دلایلو له مخې په عام محضر کې په ډزو وژلی چې وروسته د یادو سیمو خلکو يې پر وړاندې ولسي پاڅون کړی او له وسله‌والو طالبانو سره‌يې جګړه کړې ده.

نوموړی وايي چې د یادې جګړې پر مهال هم وسله‌والو طالبانو یو ملکي کس وژلی او یو تن‌يې تپي کړی دی.

ښاغلي نایاب په یاده جګړه کې د وسله‌والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه‌ویل.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ويلي.