فېس‌بوک: روسيه کې ۸۰ زره پوسټونه د امریکايي رأی ورکوونکو د نظر بدلولو لپاره شوي

د فېس‌بوک له‌خوا په یوه نوي خپاره شوي راپور کې چې د امریکا کانګرس ته وړاندې شوی راغلي چې د امریکا د خلکو د سیاسي نظریاتو د بدلولو په هدف د روسي سیاستوالو له‌خوا لسګونه زره مطالب خپاره شوي دي.

د فېس‌بوک دا تحقیق چې جزئیات‌یې رسنیو خپاره کړي ښيي چې په روسيه کې د دېره اجنټانو له‎خوا ۸۰ زره پوسټونه د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رأی ورکوونکو د نظر د بدلولو په مقصد شوي دي او ښايي ۱۲۶ میلیونه امریکایانو د دوو کلونو په اوږدو کې دا پوسټونه لیدلي وي.

د فېس‌بوک د دې څېړنې نتایج کانګرس ته د لیکلي راپور په بڼه افشا شوي او رسنیو ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې په دې راپور کې د بلې ټولنیزې شبکې ټویټر موندنې هم ښیي چې د انټرنټي څېړنو د ادارې له ټولنې سره اړوندو روسي فعالانو په دې شبکه کې خورا زیات اکاونټونه جوړ کړي دي.

فېسبوک د ځینو زړه نا زړه امریکایي رأی ورکوونکو په اړه ۸۰ زره مطالب موندلي.

د انټرنټې څېړنو اداره د روسیې د حکومت په پلوي په تبلیغاتو مشهوره ده.

ټاکل شوې چې هم د فېس‌بوک او هم د ټویټر استازي نن د سنا د عدلي قضايي کمېټې غونډې ته په دې اړه معلومات ورکړي.

د فېسبوک د ادارې له‌خوا وروستي افشا شوي معلومات ښيي چې په متحده ایالاتو کې د روسیې د سیاستونو نفوذ تر هغې اندازې زیات دی چې فېس‌بوک‌یې مخکې اټکل کړی و.

فېس‌بوک په خپل لیکلي راپور کې ویلي چې ۸۰ زره داسې پوسټونه موندلي دي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د جون او د ۲۰۱۷ کال د اګسټ میاشتو تر منځ خپاره شوي او دا پوسټونه ښايي د امریکا د ټولو رأی ورکوونکو نیمايي نفوس ته رسېدلي وي.

فېس‌بوک ویلي، اکثر دې پوسټونو چې د فېس‌بوک د کاروونکو پر پاڼو لیدل شوي او نورو کاروونکو لایک کړي دي د نژادي توپیر په څېر د ټولنیز نفاق او سیاسي مخالفت پاروونکي پیغامونه‌یې درلودل.

د فېس‌بوک د څېړنې له مخې دا پیغامونه له هغو تجارتي اعلانونو څخه جلا دي چې د روسي شرکتونو له‌خوا پر انټرنټ خپاره شوي او د فېس‌بوک چارواکو یې مخکې د امریکا کانګرس ته راپور ورکړی وو.

په دې تجارتي اعلانونو کې هم تر ډېره د نژادي توپیر او مهاجرت په څېر نفاق پاروونکي پیغامونه خپاره شوي وو.

د فېس‌بوک د څېړنې له مخې نهو روسي اکاونټونو هغه تجارتي اعلانونه پېرلي چې ډېری د رشیا ټوډې «Russia Today» یا آر ټي «RT» په څېر حکومت پلویو رسنیو خپاره کړي وو.

ټویټر ادارې تېره اوونۍ وویل چې له دې وروسته به د «ار ټي» او د بلې حکومت پلوې رسنۍ سپوتنیک اعلانونه ونه‌مني.

  • پخواني معلومات

فېسبوک وایي، ۸۰ زره مطالب‌یې موندلي چې په روسیه کې د مېشتو فعالانو یا اجنټانو له‌خوا خپاره شوي او هدف‌یې هغه امریکایي رأی ورکوونکي وو چې زړه نا زړه و چې کوم کاندید ته رأیه ورکړي.

دغه مطالب به په دوو کلونو کې شااوخوا ۱۲۶ میلیونه امریکایانو لیدلي وي.

دا خبر پرون رسنیو ورکړ.

فېسبوک دغه موندنې په هغه لیکلي بیان کې چې د امریکا د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته‌یې استولی او رسنیو یې کاپي لیدلې، په ډاګه کړي دي.

له دې سره یوځای ټویتر هم ویلي چې د روسي فعالانو سره تړلې د ورته انټرنټ ریسرچ اېجنسۍ زیات اکونټونه‌یې موندلي چې له دې مخکې یې رقم ښودل شوی و.

دغې اېجنسي د مسکو پلویو پیغامونو په خپرولو مشهوره ده.

ټاکل شوې دواړه کمپنۍ نن سې شنبه د سنا د عدلي او قضایي کمېټې په وړاندې د خپلو موندنو په اړه معلومات ورکړي.

د فېس‌بوک وروستۍ موندنې ښیي چې روسیې په متحده ایالاتو کې پر سیاسي افکارو د نفوذ لپاره له هغې زیاته هڅه کړې چې له دې مخکې دې کمپنۍ اټکل کاوه.

فېس‌بوک وایي، دغه ۸۰ زره مطالب چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ خپاره شوي ښايي د رأیې ورکولو په شرایطو برابر نیمایي امریکایانو لیدلي وي.

فېس‌بوک دا هم ویلي چې دغه مطالب چې د فېس‌بوک د خبرونو، یا د ستایني یا تائید په بڼه مشترکینو لیدلي، نورو کارونکو هم هغه خوښ کړي دي.

د فېس‌بوک او ټویټر له‌خوا دغه نوې موندنې په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د څېړنې په ترڅ کې پرون د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د کمپاین پخواني مشر پال منافورټ او د هغه همکار رکس ګېټس په خپله د فدرالي تحقیقاتو ادارې ته ځانونه تسلیم کړل.

د راپورونو له مخې منافورټ او ګېټس په واشنګټن کې د یوې فدرالي محکمې له لوري په ۱۲ جرمي مواردو تورن بلل شوي چې د امریکا پر ضد یې دسیسې جوړول هم په‌کې شاملېږي.

دواړو تورنو پرون په محکمه کې د بې‌ګناهۍ ادعا وکړه.