د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په تېره یوه میاشت کې افغان پوځیانو د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف ۱۷۰ لوی او کوچني عملیات ترسره کړي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال د وسلهوالو طالبانو د ۲۰ قوماندانانو په ګډون ۴۲۷ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۵۰۰ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په وژل شویو وسلهوالو کې ۴۰ تنه پاکستاني طالبان وو چې دغه ولایت ته د جګړې لپاره راغلي و.
نوري همدارنګه ازادي راډیو ته وویل چې د دغو عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر سیمې هم له مخالفینو څخه تصفیه شوي چې دا مهال پهکې امنیتي پوستې ځای پر ځای شوې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په تېره یوه میاشت کې افغان ګډو ځواکونو د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په موخه لسګونه عملیات ترسره کړي دي چې ښه پایلهيې ورکړې ده، په دغو عملیاتو کې موږ زیات شمېر لارې د وسلهوالو طالبانو له شتون څخه پاکې کړې دي او همدارنګه وسلهوال طالبان مو هم ځپلي دي."
نوموړي زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې ۷۳ افغان سرتېري هم وژل شوي دي.
ښاغلی نوري وايي، پلان لري چې په راتلونکو دوو اوونیو کې په هغو سیمو کې چې د وسلهوالو طالبانو له شتون څخه تصفیه شوي یو شمېر پروژې پلې کړي.
که څه هم وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه نهدي ویلي، خو له دې وړاندې يې ویلي چې دغلتهيې د افغان پوځ عملیات په شا تمبولي دي او د ګڼ شمېر افغان سرتېرو د وژلو ادعاوې یې کړې دي.