منګل: په جلال اباد کې درې انتحاریان له موټربم سره نیول شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، درې هغه ځانمرګي یې نیولي چې غوښتل يې په جلال اباد ښار کې موټربم چاودنه او ځانمرګي بریدونه وکړي.

د ننګرهار والي ګلاب منګل د سې شنبې په ورځ په ننګرهار کې يوې خبري غونډې ته وویل چې نیول شویو کسانو د ډيورند کرښې هاخوا د برید پلان جوړ کړی و چې د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د ملي امنیت د کسانو لخوا ونیول شول.

ښاغلي منګل وویل، دغوکسانو غوښتل د کرولا ډوله موټر په وسیله چې ۱۵۰ کېلو ګرامه باروت په کې اېښودل شوي و، لومړی چاودنه وکړي او بیا ډله ییز بریدونه پیل کړي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې نیول شوي کسان د کندهار، لغمان او د کوټې د چمن اوسېدونکي دی.

پخواني معلومات

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د جلال اباد ښار په یوه نفوسي سیمه کې د خونړۍ پېښې مخه نیولې او په تور یې یو ځان وژونکی بریدګر او دوه تنه نور ژوندي نیول شوي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سې شنبې په ورځ له غرمې مخکې په یوې خبري غونډه کې نیول شوي کسان او چاودېدونکي توکي رسنيو ته ښکاره کړل او وې ویل چې دا پېښه د ‌‌‌‌‌‌ډيورند کرښې هاخوا د پاکستان په خاوره کې طرحه شوې ده.

نوموړي وویل نیول شويو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی خو دا چې یاد کسان د کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې پورې اړه لري دا به وروسته په څېړنو کې څرګنده شي.

په نیول شويو کسانو کې یو د پاکستان او دوه نور د لغمان او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي.

تر دامهاله هېڅ یوې وسله والې مخالفې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.