د یوې افغانې کورنۍ په اړه د ناروې له حکومت نه د عفوې سازمان غوښتنه

د عفوې نړیوال سازمان د ناروې په حکومت غږ کړی چې د طیبه عباسي په نوم یوه ځوانه افغانه او د هغې کورنۍ دې افغانستان نه‌ستنوي.

د دې سازمان په بیان کې چې پرون دوشنبه خپور شو، لیکل شوي چې ۱۸ کلنه طیبه عباسي چې افغانستان‌یې اصلاً نه‌دی لیدلی، د هغې مور او دوه وروڼه د بېرته ستنېدو په صورت کې له جدي ګواښ سره مخامخ کېدلای شي.

د ناروې په هغه ښارګوټي کې چې عباسي او د هغې کورنۍ اوسېږي، د ښوونځي زده‌کوونکو هم یو کمپاین پېل کړی او له خپله حکومته‌یې د طیبې عباسي د پاتې کېدو اجازه غوښتې ده.

د عفوې نړیوال سازمان د هغه کمپاین په ملاتړ کې ویلي چې طیبه عباسي باید افغانستان ته چې د جګړې ډګر دی، ستنه نه‌شي.

طیبه عباسي په ایران کې زېږېدلې او پنځه کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره ناروې ته مهاجره شوې ده.