دفاع وزارت: امریکا افغان کومانډو ته خاصې سپکې وسلې ورکوي

د ملي دفاع وزارت وايي، امریکا به د افغانستان کومانډو ځواکونو ته خاصې، سپکې وسلې ورکړي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د پوځ د څلور کلن پلان پر اساس، له متحده ایالاتو غوښتنه شوې چې کومانډو ځواکونو ته سپکې او عصري وسلې ورکړي.

محمد رادمنش وویل:

"دا سپکې وسلې دي، د وسلې ډېر پرمختللی او عصري ډول دی چې دښمن له هر ځايه په نښه کړي، داسې وسله ده چې فرق لري، ملي اردو، په ځانګړي ډول له کومانډو سره مرسته کېږي."

د امریکا د نشنل انټرسټ خپرونې په حواله، د افغانستان پوځ ته د زر میله نوې [M-31] وسلې پر برابرولو کار روان دی چې له ټېټانیومه جوړې شوي، سپکې دي، په پرمختللې تکنالوژۍ کار کوي، د «ار‌. پي. جي» راکټ او هاوان ځواب ویلی شي.

دا وسله د امریکا د پوځ ځانګړي ځواکونه او سمندري قواوې کاروي.