لاورنتیف: ممکن مسکو د سوريي د ډلو ترمنځ یو لړ خبرې ترسره کړي

الکساندر لاورنتیف

د سوریې لپاره د روسیې خاص استازی وايي چې ممکن مسکو د سوريې د ډلو ترمنځ راتلونکې میاشت یو لړ خبرې ترسره کړي.

الکساندر لاورنتیف پرون د سوریې د سولې د خبرو په اړه په استانه کې د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته دا څرګندونې وکړې.

روسیه د بشارالاسد د رژیم سرسخته ملاتړې ده.

د سوریې لپاره د روسیې خاص استازي دا هم ویلي چې بشارالاسد له مخالفو ډلو سره د خبرو لېوالتیا لري.

سوریه له شپږو کلونو راهیسې په کورنۍ جګړه کې ګېر ده او د لکونو خلکو په کډوالېدو او د زرګونه نورو په وژلو سربېره د دې هېواد ګڼې سیمې د جګړو په سبب ورانې شوې دي.