د لغمان د حقوقو مدیر تېر ماښام جلال‌اباد کې وژل شوی

د لغمان د حقوقو مدیر تېر ماښام په جلال‌اباد ښار کې وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د لغمان د حقوقو مدیر شیخ مجیب‌الرحمن د جلال‌اباد ښار په څلورمه ناحیه کې خپل کور ته نږدې د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.

شیخ مجیب‌الرحمن مخکې په ننګرهار کې هم د حقوقو ادارې مرستیال و.

د هغه د وژنې د علت او عاملینو په اړه جزئیات نه‌دي په ډاګه شوي.