د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې څارونکو په ایران کې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د تطبیق پر سر د څارنې په وخت کې کومه ستونزه نهده لیدلې.
دا خبره د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې رئیس یوکیا امانو د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د اټمي انرژۍ د کنفرانس په څنډه کې کړې ده.
امانو چې په خپله د اټمي انرژۍ د ادارې د څارونکو د ډلې مشري کوله وړمه ورځ د ایران سفر پای ته ورساوه.
هغه وویل چې ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون پر اساس خپلې ژمنې پوره کړې دي.
ملګرو ملتونو په داسې حال کې د ایران لهخوا د اټمي تړون په مطابق د مخ ته تلو ډاډ ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اکټوبر په لومړیو کې د دغه تړون په مطابق د ایران له مخ ته تلو سره موافقه تائید نهکړه.