د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان امریکايي پوهنتون د پروفیسر کېوېن کېنګ او د هغه د همکار پروفیسر ټیم وېکس بې له قید او شرطه ازادي غوښتې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغه په وسلهوالو طالبانو دا غږ کړی چې دې ډلې یوه وېډیو خپره کړه او پهکې ویل شوي چې د پروفیسر کېوېن کېنګ روغتیايي وضعیت خراب دی.
د افغانستان امریکايي پوهنتون ادارې هم پرون یو بیان ورکړی او د پروفیسر کېنګ او پروفیسر وېکس د خوشې کېدو غوښتنهیې کړې ده.
د وسلهوالو طالبانو متحده حقاني شبکه د دغو دوو استادانو د تښتونې عامل بلل کېږي.
وسلهوالو طالبانو په داسې حال کې د پروفیسر کېنګ او پروفیسر وېکس ته اړونده وېډیو خپره کړې او په خپلو غوښتنو یې ټینګار کړی چې افغان چارواکو د انس حقاني په شمول د هغو طالب بندیانو د اعدام پلان درلود چې په اعدام محکوم شوي دي.
کېوېن کېنګ او همکار یې ټیم وېکس د ۲۰۱۶ میلادي کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو لهخوا تښتول شوي دي.