د امریکا زنداني عسکر بوئی برګډال له هغو امریکايي سرتېرو بخښنه وغوښته کوم چې له پوځي اډې د برګډال په لټون پسې د وتلو پر مهال ټپي شوي و.
بوئی برګډال پرون په محکمه کې وویل:
"ما یوه خرابه تېروتنه کړې. د دې ویل چې ما وبخښئ بسنه نهکوي."
بوئی برګډال د شمالي کارولینا یوې پوځي محکمې کې دا خبرې وکړې.
د برګډال وروستۍ محکمه د اکټوبر په ۱۶مه وشوه چې دی یې په ۲۰۰۹ کال کې له خپلې پوځي اډې د وتلو او د دښمن په وړاندې د ناسمې رویې د جرمونو په خاطر په عمري بند محکوم کړ.
د شمالي کارولینا د پوځي محکمې قاضي جیفري نانس بیا ویلي چې ولسمشر ټرمپ برګډال ډېر ځله خاین بللی، خو د قاضي په خبره د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې به برګډال له یوې منصفانه محکمې څخه محرومه نهکړي.
بوئی برګډال له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۴ میلادي کاله د طالبانو لهخوا یرغمل نیول شوی و چې بیا وروسته له ګوانتانامو زندانه د پنځو طالبانو د خوشې کېدو په بدل کې راخوشې شو.