د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري وایي، هېواد بهیې په څو راتلونکو ورځو کې د عراق د خودمختاره کردستان له سیمې سره ټولې سرحدي لارې بېرته پرانیزي.
تهران د عراق له کردستان سره خپلې پولې وروسته له هغې وتړلې چې کردانو په سیمه کې د خپلواکۍ لپاره د سپټمبر په ۲۵مه ټولپوښتنه یا ریفرانډم ترسره کړ.
د ایران نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا نن دوشنبه د باقري له خولې ویلي چې د عراق د کردستان او ایران ترمنځ په پوله کې، محدودیتونه به په راتلونکو ورځو کې لیرې شي.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د کردانو لهخوا د خپلواکۍ لپاره، له ترسره شوې ټولپوښتنې وروسته، د کردستان د سیمهییزې ادارې مشر مسعود بارزاني وویل چې له قدرته لاس اخلي.
نوموړی د دغې ټولپوښتنې اصلي طراح بلل کېږي.
باقري خبرداری ورکړی چې له عراقه د کردستان د جلا کېدو په صورت کې به، وینې بهېدنې پیل شي چې پر ګاونډیانو به هم اغېز وکړي.
ایران چې د عراق د کردانو له خپلواکۍ سره مخالف دی، هم په خپله خاوره کې د کردانو د پام وړ یو اقلیت لري.