په قزاقستان کې د سوریې د سولې د خبرو اووم دور پیل شو

د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سوریې د سولې د خبرو ۷م دور پیل شو.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د استانې د پروسې په خبرو کې، د ټولو ګډونوالو اړخونو پلاوي رارسېدلي او نن دوشنبه او سبا سې شنبه به په دوه اړخیزو او څو اړخیزو غونډو کې ګډون کوي.

د استانې له پروسې پرته په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو په هدف، د ملګرو ملتونو له‌خوا په جنوا کې هم خبرې ترسره کېږي.

د استانې خبرې د روسیې، ایران او ترکیې په نوښت مخ ته وړل کېږي.

په دې خبرو کې د سوریې د حکومت او د یو شمېر مخالفو وسله‌والو ډلو استازي برخه لري او متحده ایالات، ملګري ملتونه او اردن هم د څارونکو په توګه په‌کې، ګډون کوي.