د احمدشاه ابدالي د کرکټ په سیالیو کې بست ټیم، مس عینک ته ماته ورکړه

د احمدشاه ابدالي د کرکټ څلور ورځنیو سیالیو په لړ کې بست لوبډلې مس عینک ته په ۷۳ منډو کې ماته ورکړه.

د لوبې پچه بست لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په دواړو پاڼیو کې یې ۵۴۴ منډې وکړې.

خو مس عینک لوبډله ونه‌توانېده چې په دواړو پاڼیو کې یاد هدف پوره کړي او دا لوبه‌یې د ۷۳ منډو په توپیر سره، بست ته وبایلله.

د بست لوبډلې توپ اچوونکی محمد علم د ۱۱ وېکټو په اخیستلو سره، د دې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.