دفاع وزارت په ۱۲ ولایتونو کې په پیل شویو عملیاتو کې د بریا خبره کوي

د افغانستان دفاع وزارت په ۱۲ نا امنو ولایتونو کې د مخالفینو د ځپلو په هدف، په پیل شويو عملیاتو کې د بریا خبره کوي.

دا خبره د دغه وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش نن دوشنبه ازادي راډیو ته وکړه او ویې‌ویل، سره له دې چې د دغو عملیاتو پر وړاندې ستونزې او د مخالفینو مقاومت شته، خو افغان امنیتي ځواکونه ژمن دي چې په هېواد کې د خلکو، هېواد او حکومت وسله‌وال مخالفین وځپي او امن ټینګ کړي.

ښاغلی رادمنش دا خبره په داسې حال کې کوي چې یو شمېر چارواکي او د ولسي جرګې غړي انتقاد کوي چې د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو عملیات په سستۍ سره پر مخ ځي او د پام وړ لاسته راوړنې هم نه‌لري.