د خوست امنیه قوماندان د طالبانو د څو قوماندانانو په ګډون د شاوخوا ۳۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
فیض الله غیرت ازادي راډیو ته وویل چې دغه وسله وال مخالفین تېره ورځ د دې ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ووژل شول.
دی وايي:
"په دغو عملیاتو کې ۱۲ سرګروپان له منځه تللي او هم د دوی درې تنه مهم قوماندانان. په مجموع کې ۲۵ تنه مخالفین له منځه تللي دي. له دوی څخه موټر سایکلونه، سراچه موټر او یو میل دهشکه لاسته راغلې ده."
غیرت دغه راز وویل چې په دغو عملیاتو کې یو شمېر وسله وال مخالفین چې دقیق شمېر یې ونه ښود، ټپیان شوي دي.
د خوست امنیه قوماندان د طالبانو ادعا رد کړه چې ګواکې په دې ولسوالۍ کې د بمبارۍ په نتیجه کې ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
- پخواني معلومات
د خوست امنیتي چارواکي وايي، هغه پوځي عملیات چې له ۳ ورځو راهیسې د یاد ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځينېخېلو په سیمه کې ترسره شول، ګڼو وسلهوالو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
نن د دوشنبې په ورځ د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیضالله غیرت په دې اړه د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې په یادو عملیاتو کې شااوخوا ۴۰ وسلهوال وژل شوي، ۲۵ ټپيان شوي او ۱۲ تنه مشکوک وسلهوال نیول شوي دي.
د ده په وینا چې په وژل شویو وسلهوالو کې په خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر کې د وسلهوالو ۱۲ سرګروپان دي چې د هغوی ۳ مهم قوماندانان هم پهکې شامل دي.
د خوست امنیه قوماندان وايي، یاد پوځي عملیات چې د هوايي ځواکونو ملاتړ ورسره و، په خوست کې د مېشتو ولایتي قواوو لهخوا ترسره شوي دي.
یوه سرچینه چې نهيې غوښتل نومیې واخیستل شي، وویل چې په وژل شویو کې وزیرستاني وسلهوال هم شته.
د یادونې وړ ده چې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځینېخېلو سیمه د خوست او پکتیا له یو شمېر نا امنو سیمو سره لګېدلې ده.