افغانستان ته د چاه بهار بندر له لارې د غنمو لومړنۍ جوپه نن یکشنبه د هند له کندلا بندر څخه وخوځېده.
د هند د مرستو په دې جوپه کې یو اعشاریه یو میلیون ټنه غنم افغانستان ته واستول شول چې وروسته به له چاه بهار څخه د لاریو په وسیله افغانستان ته ولېږدول شي.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج په یو بیان کې ویلي چې دا به د افغانستان او هند د پوره اړیکو د پلان د عملي کولو لپاره، لومړی ګام وي.
مېرمن سواراج ویلي، دا اړیکې له کلتورونو نیولې تر سوداګرۍ، له دودونو نیولې تر ټکنالوژۍ، له پانګونو نیولې تر معلوماتي ټکنالوژۍ او له ستراتیژۍ نیولې په سیاست کې د خلکو تر ګډون پورې بېلابېل اړخونه رانغاړي.
هند په چاه بهار بندر کې د سړکونو او د اورګاډي پټلۍ د رغونې په برخو کې تر نیم میلیارد ډالرو پورې د پانګونې ژمنه کړې.
پاکستان د خپل قلمرو له لارې له افغانستان څخه هند او له هند څخه افغانستان ته پر صادراتو بندیز لګولی دی.
افغانستان او هند په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د صادراتو د تبادلې لپاره د یوه هوايي دهلېز پر جوړولو هم موافقه وکړه.