عربستان: راروان کال کې به ښځې ورزشي سټدیومونو ته لاړې شي

سعودي عربستان پرون پرېکړه وکړه چې په راروان کال کې به ښځو ته اجازه ورکوي چې ورزشي سټدیومونو ته ولاړې شي.

د سعودي عربستان د ورزش عمومي اداره دا اعلان په داسې حال کې کوي چې د سعودي په ډېره محافظه‌کاره ټولنه کې پر ښځو محدودیتونه په کمېدو دي.

د سعودي حکومت له دې مخکې په سپټمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د لومړي ځل لپاره ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکوي.

دا بدلونونه د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له‌خوا د اصلاحاتو د هغه پلان یوه برخه ده چې د ۲۰۳۰ کال د تصور په نوم یادېږي.

د سعودي ولیعهد پرېکړه کړې چې ځیني قوانین اصلاح کړي او د هېواد د اقتصاد د تېلو په دودیز بنسټ کې بدلون راولي.