امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه د ځانګړي سلاکار رابرټ مولر د تحقیقاتو په نتیجه کې تورن کسان ښايي نن دوشنبه ونیول شي.
«سي. اېن. اېن» چینل لومړی او ورپسې «اېن. بي. سي»، روېټرز او نورو رسنیو تېره اوونۍ راپور ورکړ چې په دې قضیه کې پر یو ناڅرګند کس تورونه لګول شوي دي.
له دې راپورونو سره دا پوښتنې رابرسېره شوي چې دا تورن به څوک وي، خو په راپورونو کې دا یادونه هم شوې ده چې د تورنو کسانو هویت ښايي نن افشا شي.
رابرټ مولر د عدلیې د وزارت لهخوا مؤظف شو چې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو او له هغو سره د اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ د کمپاین یا د واک د انتقال د ټیم د اړیکو په اړه تحقیقات وکړي.
ښاغلی مولر همداراز د عدالت په وړاندې د احتمالي خنډونو د جوړولو په اړه هم تحقیق کوي.
سپینې ماڼۍ د رسنیو د راپورونو په اړه څه نهدي ويلي، خو ولسمشر ټرمپ له روسیې سره هر راز سازش رد کړی دی.