د نړیوالې اټمي ادارې رئیس ویلي چې ایران د پنځه جمع یو اټمي قدرتونو سره د شوي تړون له مخې خپلې ژمنې پر ځای کړې دي.
یوکیو امانو دا خبره پرون په تهران کې له ایراني چارواکو سره تر لیدنې وروسته وکړه.
د نړیوالې اټمي ادارې په بیان کې راغلي چې یوکیا امانو پرون د ایران له ولسمشر حسن روحاني، مرستیال ولسمشر علي اکبر صالحي او د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره کتلي دي.
د ولسمشر حسن روحاني لهخوا په یوه خپاره شوي بیان کې راغلي چې له تړون سره سم هر څه ښه مخته تللي دي.
د امریکا متحده ایالات ایران تورنوي چې د اټمي تړون تر شا یې د یورانیمو له غني کولو لاس نهدی اخیستی او همداراز په راکټي پروګرامیې ټوله نړۍ له ګواښ سره مخ کړې ده.